په لیبیا کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت نن د یوه خبریال د فوري خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
په پلازمېنه طرابلس کې دغه خبریال دوې ورځې مخکې نیول شوی دی.
د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (UNSMIL) ویلي، د جولای پر ۱۱مه د احمدسنوسي د خپلسرې نیونې په اړه سخته اندېښنه لري.
سنوسي چې په طرابلس کې خبریال دی، د وسط په نوم تلوېزیون کې یو تلوېزیوني هم پروګرام مخ ته وړي چې تر ډېره پر اقتصادي او ټولنیزو مسایلو بحث کوي.
هغه د تبدل په نوم انټرنېټي کانال هم لري.
له کله چې په ۲۰۱۱م کال کې د ناتو په ملاتړ د پاڅون پر مهال پخوانی رهبر معمر القذافي له واکه وپرځول شو، په دغه هېواد کې سیاسي کړکېچ روان دی.
بېلابېلې وسلهوالې ډلې د لیبیا پر بېلابېلو برخو کنټرول لري او څه باندې لس کاله کېږي چې وسلهوالې ډلې پر پلازمېنه طرابلس واک چلوي، خو په وروستیو کې یې موافقه کړې چې له دغه ښاره ووځي.
د لیبیا هغه حکومت چې په رسمیت پېژندل کېږي، د دغه هېواد پر لوېدیځ واکمن دی.