ملالې یوسفزۍ له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د جبري ایستلو د لړۍ درول غوښتي

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له پاکستانه غوښتنه کړې چې د بې اسناده افغان کډوالو جبري ایستل ودروي.

هغې ویلي، په ځانګړي ډول د هغو ښځو او نجونو "تیاره برخلیک" ته اندېښمنه ده چې بېرته افغانستان ته لېږل کېږي.

ملالې، د فرانسې له خبري اژانس سره په پرونۍ مرکه کې ویلي، افغانستان ته د افغان کډوالو پر جبري اخراج ژوره اندېښنه لري.

ملالې یوسفزۍ چې په ۲۰۱۴م کال کې د نوبل د سولې جایزه ګټلې وه، دا څرګندونې داسې وخت کړي چې پاکستان د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله‌ییز اخراج پیل کړی دی.

که څه هم اسلام اباد ویلي چې د استوګنې د اسنادو لرونکي افغان کډوال، د یوه بل کال په مخه هم په هغه هېواد کې اوسېدلی شي، خو د بې اسناده کډوالو ایستل به دوام کوي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې تر اوسه له ۶۰۰زرو ډېر افغان کډوال ایستل شوي دي.

د بشري حقونو څارونکو خبرداری ورکړی چې افغانستان ته ځینې ایستل شوي کسان ښايي د طالبانو له‌خوا مجازات شي.