افغانستان ته له پاکستان او ایرانه د زرګونو افغان کډوالو د ستنېدو خبر ورکړل شوی

ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال

افغانستان ته له پاکستان او ایرانه د زرګونو افغان کډوالو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د روانې چنګاښ یا سرطان میاشتې له ۱۹مې د همدې میاشتې تر ۲۱مې پورې ۸زره ۳۷۷ افغان کډوال له ایران او ۱۳۵۳ نور له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې دغه افغان کډوال په جبري ډول که په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو ډله‌ییز اخراج روان دی، ورسره ایران هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.