طالبان: د پاکستان له زندانونو خوشې شوي لس کسان افغانستان ته رسېدلي

د پاکستان سند کې د یوه زندان مخه

د طالبانو سرحدي چارواکو نن شنبه خبر ورکړی، هغه ۱۰ تنه افغانان چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، له بنده خوشې او وړمه ورځ خپل هېواد ته ورسېدل.

د ننګرهار په تورخم کې د طالبانو سرحدي امریت ځینو رسنیو ته ویلي، دغه کسان د قانوني اسنادو نه درلودلو له کبله دوه کاله او شپږمیاشتې بندیان وو چې له ډیورند کرښې افغانستان ته اوښتي دي.

همدغه امریت په جلا مورد ویلي، هغه ماشوم هم چې ۲ کاله او شپږمیاشتې یې د پاکستان په یوه زندان کې تېر کړي وو، د هغه کورنۍ ته وسپارل شو.