طالبان: پاکستان د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو د ۳۰۰ لاریو د اوښتو مخه نیولې

په ننګرهار کې تورخم ته نږدې د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو بار موټرې

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ویلي چې پاکستان د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو د ۳۰۰ لاریو د اوښتو مخه نیولې ده.

دغه سفارت پرون جمعه ویلي، چې د طالبانو د سفارت سرپرست سردار احمد شکېب د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د بهرني تجارت له مشرې ماریا کازي سره په کتنه کې پر دې ستونزه خبرې وکړې.

دغه سفارت په یوه بلان کې ویلي چې د افغان سوداګرو د مېوو او سبزیجاتو دغه لارۍ د موقتو جوازونو نه درلودلو په پلمه په تورخم، سپین بولدک او خرلاڅي کې درول شوي دي.

پاکستان وخت ناوخت د افغانستان د مېوو په موسم کې په یوه او بله بهانه د افغان سوداګرو د مالونو او تولیداتو د اوښتو مخه نیسي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې تل ټینګار کړی، چې سیاست باید له تجارت جلا شي.