د ایران ولسمشر له اروپايي هېوادونو سره د اړیکو ښه‌والي ته په تمه دی

د ایران نوی ټاکل شوی ولسمشر مسعود پزشکیان

د ایران نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان پرون جمعه ویلي، دې ته په تمه دی چې له اروپايي هېوادونو سره د ایران اړیکې ښې شي.

خو ده بیا هم دغه هېوادونه تورن کړل چې پر تهران د امریکا د لګول شویو بندیزونو د اغېزو کمولو لپاره یې پر خپلو ژمنو سترګې پټې کړې دي.

پزشکیان دا څرګندونې په هغه مقاله کې کړي چې د ایران "تهران ټایمز" انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې پرون خپره کړې ده.

مسعود پزشکیان تېره شنبه تر وخت مخکې ټاکنو په دویم پړاو کې د توندلاري کاندید سعيد جلیلي په وړاندې بریا خپله کړه.

۶۹ کلن پزشکیان له انزوا د ایران د راوتلو لپاره له غربي هېوادونو سره د رغوونکو اړیکو غوښتنه کړې ده.

هغه د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د ۲۰‍۱۵م کال د اټومي تړون د بیا احیا کولو ملاتړ هم کړی دی.

واشنګټن په ۲۰۱۸م کال کې له دغه تړون څخه په یواړخیز ډول ووت او پر ایران یې بیا بندیزونه ولګول، ورسره ایران د تړون له شرایطو په تدریجي ډول شا ته کېدل پیل کړل.

پزشکیان ویلي له ټومي تړون د واشنګټن تر وتلو وروسته اروپايي هېوادونو ژمنه کړې وه چې د امریکا د بندیزونو د عواقبو کمولو لپاره به اقدامات کوي، خو پر خپلو دغو ژمنو یې سترګې پټې کړي.