په نیپال کې د پنځوسو تري تم شویو کسانو له ډلې لومړی مړی ترلاسه شو

په نیپال کې ژغورونکو ډلو نن د پنځوسو تري تم شویو کسانو له ډلې لومړی مړی ترلاسه کړ.

په نیپال کې ژغورونکو ډلو نن د پنځوسو تري تم شویو کسانو له ډلې لومړی مړی ترلاسه کړ.

دغه کسان د پشه­کال تر اورښتونو وروسته د ځمکې­ښویېدنې له کبله لادرکه شوي دي.

د نیپال په مرکزي ولسوالۍ چیتوان کې پرون جمعه د ځمکې­ښویېدنه، سیند ته د موټرو د نسکورولو سبب شوه.

د پولیسو ویاند کمار نیوپاني د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې دغه مړی د پېښې له ځایه ۵۵ کیلومتره لیرې موندل شوی دی.