د اروپا د فوټبال اتلولۍ جام پایلوبه؛ اسپانیا او انګلستان سره سیالي کوي

د انګلستان لوبغاړي د یوې مخکېنۍ لوبې پر مهال

ټاکل شوې د اروپا د ۲۰۲۴م کال د اتلولۍ جام پایلوبه سبا ناوخته وشي.

د اسپانیا او انګلستان ملي ټیمونه به سبا د کابل پر وخت د شپې یوولس نیمې بجې د برلین په المپیک لوبغالي کې سره مخامخ شي.

د نیمه پایلوبې په مرحله کې اسپانیا فرانسې او انګلستان هالنډ ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووتل.

دغه مسابقې د جون میاشتې پر ۱۴مه پیل شوي چې ۲۴ لوبډلې په کې وې او د جرمني په لسو ښارونو کې وشوې.