د روسیې دفاع وزارت وایي، د روسیې دفاع وزیر اندري بیلوسوف او د امریکا دفاع وزیر لوید آسټین پرون جمعه په یوه ټیلیفوني تماس کې د کړکېچ د احتمالي زیاتوالي د خطر د کمولو په اړه خبرې وکړې.
په جرمني کې د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو د ځای پر ځای کولو پرېکړه چې کرملین یې په وړاندې خبرداری ورکړی، کېدای شي د سړې جګړې په بڼه تقابل بېرته احیا کړي.
د روسیې دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي، د امنیتي ګواښونو د مخنیوي او د احتمالي تاوتریخوالي د خطر د کمولو په اړه خبرې وشوې.
د پنټاګون ویاندې سبرینا سینګ هم تأیید کړه چې دا ټیلفوني تماس د مسکو په نوښت شوی و، خو نور جزییات یې ورنه کړل.
سپینې ماڼۍ د جولای په لسمه اعلان وکړ چې د دفاعي اقدام په توګه به په جرمني کې اوږد واټنه وسلې ځای پر ځای کړي.