د نایجریا په مرکزي برخه کې د یوه ښوونځي د ودانۍ د نړېدو په پېښه کې لږترلږه ۲۲ تنه مړه شوې دي.
دا پېښه پرون جمعه د نایجریا د مرکزي ایالت پلاتوو په جوس ښار کې رامنځته شوې ده.
د چارواکو په وینا، شاوخوا ۱۳۰ کسان په نژدې روغتونونوکې تر درملنې لاندې دي.
ډېری قربانیان زده کوونکي او د ښوونځي کارکوونکي دي.
چارواکو ویلي چې، ښایي د مړو شمېر زیات شي ځکه شاوخوا دوه سوه زدهکونکو د دې ښوونځي د ودانۍ په هغه برخه کې په ټولګیو کې په زدهکړو بوخت و چې پرې راونړېده.
د ژغورنې کارکوونکي د نړېدلې ودانۍ تر خاورو خښتو لاندې د احتمالي ژوندي پاتې شویو لټه کوي.
ویل شوي چې د ښوونځي دوه پوړیزه ودانۍ وروسته له هغې راونړېده چې څو ورځې په سیمه کې سخت بارانونه و ورېدل.
د دې پېښې د اصلي لاملونو په اړه پلټنه پیل شوې ده.