الخیر فاونډېشن په غزه کې د خپل یوه لوړپوړي چارواکي د وژل کېدو خبر ورکړ

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

په بریتانیا کې دېره یوه مرستندویه بنسټ وویل، په غزه کې یې یو لوړپوړی چارواکی پرون جمعه د اسراییل په یوه هوایي برید کې وژل شوی دی.

الخیر فاونډېشن په یوه بیان کې وویل چې د اسراییل دغه هوایي برید د دوی پر ګدامونو چې د اسراییل له‌خوا اعلان شوې د بشرپالنې په خوندي سیمه کې موقعیت لري، شوی دی.

دې بنسټ همدارنګه په دې برید کې د نورو مرستندویه ټولنو د درې کارکوونکو د وژل کېدو خبر ورکړی چې له دې ګدامونو یې کار اخیست.

د اسراییل پوځ ویلي، د الخیر فاونډېشن وژل شوی غړی حسام منصور په حقیقت کې د حماس یو جګپوړی وسله‌وال و.

پوځ ویلي، هغه د بشري مرستو په دې بنسټ کې له خپل موقف څخه په استفادې د حماس لپاره چې امریکا او اروپایي اتحادیه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، د پیسو راټولو لپاره کار اخیست.