د کانکور ازموینې وروستی پړاو په کابل کې بشپړ شو

ارشیف: په افغانستان کې د کانکور ازموینو له بهیره یو انځور

د ۱۴۰۳لمریز کال د کانکور ازموینې وروستی پړاو پرون په کابل کې بشپړ شو.

د ازموینې په دغه پړاو کې ټول ګډونوال هلکان وو او هېڅ کومه نجلۍ یا ښځه په دوی کې نه ښکارېده.

د ازموینې ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني ویلي چې د سږ کال د کانکور ازموینو پایلې به په لسو ورځو کې اعلان شي.

د حقاني په وینا، دا چې د ګډونوالو شمېر زیات وو، دوی دغه ازموینه په پنځو پړاوونو کې واخیسته او تر سلو زرو ډېرو کسانو په کې ګډون وکړ.

په افغانستان کې لا هم نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړل شوې.

طالبانو د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر میاشت کې د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې د ښځینه محصلانو تګ منع کړ، لا هم په پوهنتونو کې د نجونو د لوړو زده کړو د بیا پیل څرک نه تر سترګو کېږي.