غزه کې د جګړې دوام؛ اردوغان د ناټو متحدانو او اسراییل سره د همکاریو طرحه نه تصویبوي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ناټو له سرمشریزې وروسته یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، تر هغو چې په غزه کې جګړه روانه وي، د ناټو له پوځي متحدانو او اسراییل سره به د راروانو همکاریو طرحه تصویب نه کړي.

اردوغان په واشنګټن کې د ناټو تر سرمشریزې وروسته پرون جمعه پر خپله ایکس­پاڼه لیکلي، تر هغو چې د فلسطینیانو په قلمروونو کې پایداره سوله ټینګه نه شي، دا ډول همکاري به ونه مني.

ترکیه له ۱۹۵۲م کال راهیسې د شمالي اتلانتیک د پوځي تړون یا ناټو غړی هېواد دی، اسراییل یې غړیتوب نه لري، خو بیا هم د ناټو د شریک په توګه همکاري کوي.

وخت ناوخت د اسراییل سرتېري هم د ناتو په پوځي تمریناتو کې دخیل وي.

له کله چې په تېره اکټوبر میاشت کې په غزه کې جګړه پیل شوې، د اسراییل او ترکیې ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې دي.