د کینیا ولسمشرۍ ماڼۍ پرون تایید کړه چې ولسمشر ویلیم رتو (William Ruto) د دغه هېواد د پولیسو د مشر جافیت کومي (Japhet Koome) استعفی ومنله.
د کینیا د پولیسو مشر کومي په دغه هېواد کې په وروسته له هغې استعفی وکړه چې د ځوانانو په مشرۍ د وروستیو اعتراضونو پر مهال د پولیسو پر اقداماتو او چلند سخت انتقادونه وشول.
په دغو اعتراضونو کې چې د مالیې د زیاتېدو خلاف تنظیم شوي وو، لږ تر لږه ۳۹ کسان ووژل شول.
په ځینو مواردو کې پولیسو د خلکو پر ډلو چې پر پارلمان یې یرغل وروړی و، ډزې وکړې.