بایډن وايي، د افغانستان له اشغال سره مخالف و

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جو بایډن

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جو بایډن وویل چې دی د افغانستان له اشغال سره مخالف و.

بایډن پرون په واشنګتن ډي سي کې د ناټو د سرمشریزې ترڅنګ یوې خبرې غونډې ته وویل، کله چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ووژل شو، هغه وخت باید ټول امریکایي پوځیان له افغانستانه وتلي وای.

اسامه بن لادن د ۲۰۱۱م کال د مې په دوهمه د پاکستان په اېبټ اباد کې پوځي مرکز ته څېرمه د امریکایي ځواکونو د عملیاتو پرمهال ووژل شو.

په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو حضور د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له شل کلونو وروسته پای ته ورسېد.