د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړي ګیله من مړی خاورو ته وسپارل شو

د ګیله من وزیر د جنازې له مراسمو یو انځور

د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مخکښ غړي او ولسي شاعر ګیله من وزیر مړی نن مازدیګر د شمالي وزیرستان د رزمک په اسدخېلو کلي کې خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي په جنازه کې د ازادي راډیو د مشال څانګې د خبریال د راپور له مخې په زرګونو کسانو برخه اخیستې وه.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ یوه مشر حیات وزیر رزمک ته د ګیله من وزیر د جنازې د موټر تر رسېدو مخکې ویلي وو چې په سیمه کې د خراب امنیتي وضعیت له امله یې له ډېرو خلکو چې په دې کاروان کې ورسره مله وو، دا هیله کړې وه چې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

پر ګیله من وزیر د جولای په اوومه په اسلام اباد کې یوې ډلې برید وکړ چې له سختو ټپونو یې د چهارشنبې په شپه ساه ورکړه.