ډبيلو ایچ او: روان ميلادي کال افغانستان کې د شري ناروغۍ له امله ۱۶۰ کسان مړه شوي

ارشیف: په پکتیا روغتون کې په شري اخته یو ماشوم تر درملنې لاندې دی.

د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبليو ایچ او" وايي، روان میلادي کال په افغانستان کې د شري ناروغۍ له امله ۱۶۰ کسان مړه شوي دي.

ياد سازمان په یوه نوي راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۱۱مه یې خپور کړی٬ ویلي چې د ۲۰۲۴م کال له پیل راهیسې تر اوسه په دغه هېواد کې د شري ۳۶ زره ٦١٨ شکمنې پېښې ثبت شوې دي.

"ډبليو ایچ او" زیاتوي چې دا شمېرې د ٢٠٢٣ او دوه کاله مخکې په پرتله ډېرې لوړې دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې، دې شمېرو کې ۲۹،۳۲۶ کسان یا ۸۰ سلنه یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي او ۱۶،۵۸۲ کسان، یعنې ۴۵ سلنه یې ښځې دي.

په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۴م کال له پیل راهیسې په خوست کې د شري ناروغۍ تر ټولو ډېرې مشکوکې پېښې ثبت شوي او ورپسې بيا بلخ، سمنګان او جوزجان ولايتونه کې ثبت شوې دي.

په همدې حال کې هغه کورنۍ چې ماشومان يې په شري اخته دي ادعا کوي چې درملو او روغتيايي خدماتو ته لاسرسى نه لري.

د خوست اوسېدونکی کریم‌الله وايي: زموږ له دولت څخه غوښتنه ده چې زموږ لپاره اسانتیاوې برابرې کړي، دلته ډېر خلک ژوند کوي.

د خوست ولایت د سرکي بوري اوسېدونکي کريم الله ازادي راډيو ته وويل: "زما یوه لور ده، مرسل نومېږي، هغه دوه کلنه ده، یو دوه مې ورېرونه رومان او صالح درې واړه شري نیولی، دوه -درې ورځې یې ډېرې سختې تېرې کړې او موږ یو شخصي ډاکټر ته یووړل، موږ له ښاره ليرې ژوند کوو. په لیرې پرتو سیمو کې اسانتیاوې نه شته، یو کلینیک شته خو امکانات یې ښه نه دي، زموږ له دولت څخه غوښتنه ده چې زموږ لپاره اسانتیاوې برابرې کړي، دلته ډېر خلک ژوند کوي."

د بلخ ولایت د چهارکين ولسوالۍ اوسېدونکې مریم ازادي راډي ته وويل: "زه له پنځو كلونو كم عمره يو ماشوم لرم چې په شري اخته دى، زموږ په كلي كې روغتيايي مركز نه شته، د ښار روغتون ته مې بوته خو څوک چې واسطه ونه لرې ډاکتران يې نه ګوري، کورنۍ درملنه يې کوو٬ خو ښه پايله نه ورکوي وضيعت يې اوس هم خراب دى."

ډاکتران وايي، د شري د زياتوالي يو لامل په تېره بيا په ماشومانو او ښځو کې افغانستان ته د افغان کډوالو ستنېدل دي.

په کابل کې د انتاني روغتون د ساري ناروغیو متخصص ډاکتر فریدالله عمري په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د شري د مخنیوي یوازینۍ لار د واکسین اخيستل دي، کوم کډوال چې خپل هېواد ته راستنېږي، دوى په بشپړ ډول واکسينونه نه دي اخيستي او د خلکو تر منځ د پوهې کچه کمه ده، لا هم په کليو بانډو کې څوک شرى د يوې ناروغۍ په توګه نه پېژني."

د ډاکتر عمري په خبره د درملو خپلسرې کارونه او د ډاکتر له نسخې پرته د درملو کارول هم د شري ناروغۍ په وده کې رول لوبوي.

د ډاکترانو په خبره، شرى يوه ساري ناروغي ده او په دې ناروغۍ اخته کس بايد څو چې ښه شوى نه وي له نورو ليرې وساتل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان تر دې مخکې هم د چنګاښ میاشتې په پیل کې په افغانستان کې د شري ناروغۍ د زیاتوالي خبر ورکړی و.

ارشیف: په پکتیا کې په شري ناروغۍ اخته ماشوم

هغه مهال هم په خوست، بلخ، سمنګان او جوزجان ولایتونو کې مشکوکې پېښې ثبت شوې وې.

"ډبليو ایچ او" تر دې مخکې هم ویلي وو چې په افغانستان کې د شري د ناروغۍ ټولټال ۳۳،۳۳۴ شکمنې پېښې ثبت شوي چې له دې شمېر ۱۴۳ کسان مړه شوي وو.

د يادونې ده چې سږ کال د سېلابونو او افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو له امله د ساري ناروغيو خپرېدل هم زيات شوي دي.