د هنګري صدراعظم له ټرمپ سره لیدلي

د عکس ښي لور ته ډونالډ ټرمپ او چپ لور ته د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان

د هنګري صدر اعظم ویکتور اوربان پرون پنجشنبې د امریکا په فلوریډا ایالت کې د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د جمهوريپالو له احتمالي کاندید ډونالډ ټرمپ سره وکتل.

نوموړي دغه کتنه په واشنګټن کې د ناټو په سرمشریزه کې د مرکزي اروپا د مشرانو له ګډون وروسته ترسره کړه.

اوربان ټینګار کړی چې دغه کتنه یې د هغه ماموریت یوه برخه ده چې ده د سولې د ماموریت نوم ورکړی او په ترڅ کې یې نوموړي له کییف، مسکو او پیکېنګ څخه کتنې ترسره کړې دي.

هنګري په اوس وخت کې د اروپایي شورا شپږ میاشتنۍ دوره یي مشري په غاړه لري.

ویکتور اوربان له ډونالډ ټرمپ سره تر کتنې وروسته په ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې، دوی دواړو د سولې پر لارو چارو خبرې وکړې او زیاته کړې یې ده چې د ورځې ښه خبر دا دی چې دی به مسئله حل کړي.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو یو شمېر اروپایي مشرانو په کراتو کراتو ویلي چې، دوی د اوربان د سولې له ماموریت سره کار نه لري او نوموړي هم دا منلې چې، دی د اروپایي شورا د مشرتابه له موقف څخه په استفادې د دې صلاحیت نه لري چې د اروپایي اتحادیې د غړیو په استازیتوب اقدام وکړي.

د هنګري صدر اعظم په ښکاره د جمهوري غوښتونکو د احتمالي کاندید ټرمپ ملاتړ کړی، خو ورته دا ډول دوه اړخیزه غونډه یې په واشنګټن کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې د ډیموکراټانو له کاندید او د امریکا له اوسني ولسمشر جوبایډن سره نه ده ترسره کړې.