بایډن خپلې مرستیالې ته هم په تېروتنې د ټرمپ خطاب وکړ

د عکس ښي لور ته جوبایډن او چپ لور ته ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون پنجشنبې خپلې مرستیالې کامالا هاریس ته په تېروتنې د ټرمپ خطاب وکړ.

تر دې څو ساعته مخکې بایډن په واشنګټن کې د ناټو په سرمشریزه کې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په غلطۍ سره "ولسمشر پوتین" وباله.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې٬ یو شمېر ډیموکراتانو په ۸۱ کلن بایډن غږ کړی چې په انتخاباتو کې له کاندیداتورۍ تېر شي.

بایډن له دغو تېروتنو مخکې هڅه وکړه چې د ډیموکراټانو دغه وېره چې ګواکې دی د خپل جمهوري غوښتونکي سیال ډونالډ ټرمپ د ماتولو توان نه لري، کمه کړي.

په دې وروستیو کې د ډیموکرات سناتورانو له خوا پر بایډن فشارونه زیات شوي چې د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو کې دې چې ټاکل شوې د نومبر په پنځه نېټه ترسره شي، له خپلې کاندیدۍ تېر شي.

خو بایډن ټینګار کړی چې کولای شي خپل سیال ډونالډ ټرمپ ته ماتې ورکړي.