د ګیله من وزیر جنازه نن په شمالي وزیرستان کې خاورو ته سپارل کېږي

پر ګیله من د جولای په اوومه په اسلام اباد کې څو کسانو برید کړی وو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ادعا په اساس د ازاد داوړ په نوم یو تن له خوا پلان شوې وه او تر شا یې حکومتي ادارې ښکېلې دي.

ټاکل شوې چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د جګپوړي غړي ګیله من وزیر جنازه نن جمعه په شمالي وزیرستان کې په خپلې پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

د هغه مړی بېګا ناوخته د شمالي وزیرستان د رزمک اسدخېلو کلي ته په داسې حال کې رسول شوی چې د لارې په اوږدو کې لسګونه زره خلک ورته ولاړ وو.

د راپورونو له مخې د هغه د جنازې لمونځ په څو ځایونو کې ترسره کېږي.

افغان فعالانو هم ویلي چې په کابل کې به د ګیله من وزیر لپاره د جنازې غایبانه لمونځ وکړي٬ خو لا طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

اخوا په امریکا کې مېشتو افغان فعالانو ویلي چې تمه ده جمعه په کالیفرنیا او یکشنبه په واشنګټن کې د ګیله من وزیر د جنازې غایبانه لمونځ ترسره کړي.

ګیله من وزیر د چهارشنبې په شپه د اسلام اباد په یوه روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

پر هغه د جولای په اوومه په اسلام اباد کې څو کسانو برید کړی و چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ادعا په اساس د ازاد داوړ په نوم یو تن له خوا پلان شوې وه او تر شا یې حکومتي ادارې ښکېلې دي.

ګیله من وزیر په خپله شاعرۍ کې د لوی افغانستان یادونه کوله، او ډېر کله به يې د افغانستان بیرغ پر اوږو پروت و.

هغه په خپلو ویناووکې تل د پاکستان د حکومت او د دې هېواد د پوځ پرپالیسو انتقاد کاوه چې په همدې تور په ۲۰۲۳م کال کې ونیول شو او اته میاشې یې په زندان کې تېرې کړې وې.