بایډن د ناټو په سرمشریزه کې زیلینسکي په غلطۍ سره ولسمشر پوتین وباله

د عکس ښي لور ته د اوکراین ولسمشر زیلینسکي او چپ لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن په واشنګټن کې د ناټو په سرمشریزه کې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په غلطۍ سره "ولسمشر پوتین" وباله.

ځینې ډیموکراتانو په ۸۱ کلن بایډن غږ کړی چې په انتخاباتو کې له کاندیداتورۍ تېر شي.

دا تېروتنه د پنجشنبې په ورځ د جون په ۱۱مه داسې وخت د ناټو د سرمشریزې په یوې غونډه کې وشوه چې لږ څه مخکې یې بایډن هڅه وکړه د ډیموکراټانو هغه وېره کمه کړي چې ګواکې دی د خپل جمهوري غوښتونکي سیال ډونالډ ټرمپ د ماتولو توان نه لري.