د ګیله من وزیر جنازه نن شمالي وزیرستان کې خاورو ته سپارل کېږي

ګیله من وزیر د چهارشنبې په شپه د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه.

ټاکل شوې چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د جګپوړي غړي ګیله من وزیر جنازه نن جمعه په شمالي وزیرستان کې په خپلې پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

د دې غورځنګ د مرکزي شورا غړي او نوموتی شاعر ګیله من وزیر د چهارشنبې په شپه د اسلام اباد په یو روغتون کې د اخیستو ټپونو له کبله ساه ورکړه.

پر نوموړي څو ورځې مخکې په اسلام آباد کې نامعلومو کسانو برید کړی و.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، ګیله من به نن مازدیګر مهال د هغه په پلرني ټاټوبي رزمک کې د اسدخېلو په کلي کې خاورو ته وسپارل شي.

په هغو وېډیوګانو کې چې پر خواله رسنیو خپرې شوي، ښکاري چې د ګیله من وزیر د جنازي موټر د افغانستان پر درې رنګه بیرغ پوښول شوی دی.

ګیله من وزیر په خپله شاعرۍ کې د لوی افغانستان یادونه کوله، او ډېر کله به يې د افغانستان بیرغ پر اوږو پروت و.

هغه په خپلو ویناوو کې تل د پاکستان د حکومت او د دې هېواد د پوځ پر پالیسو انتقاد کاوه چې په همدې تور په ۲۰۲۳م کال کې ونیول شو او اته میاشې یې په زندان کې تېرې کړې وې.