په افغانستان کې د بریتانیا د ډیپلوماټیک حضور د بیا احیا غوښته وشوه

د بریتانیا بیرغ

افغانستان کې د ښځو ملاتړ او پر مرستو د څارنې لپاره د بریتانیا د ډیپلوماټیک حضور د بیا احیا غوښته وشوه

د بریتانیا د حکومت د مرستو پر څارنې یو کمېشنر وایي، هېواد یې باید په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ او د بریتانیا پر مرستو د څارنې لپاره خپل ډیپلوماټیک حضور بیرته احیا کړي.

هوګ بیلي چې په مې میاشت کې کابل ته تللی، ویلي چې د ده په باور افغان ښځې او غیردولتي موسسې د لوېدیځو هېوادونو د ډيپلوتانو د حضور هرکلی کوي او وایي٬ هغوی کولای شي چې د ښځو په اړه خپل نظریات له طالبانو سره شریک کړي.

د ګارډین ورځپاڼې د پنجشنبې د ورځې راپور له مخې بیلي له افغانستان سره د مرستو د ارزونې په اړه خپل راپور یوه خپلواکه کمېسیون ته سپارلی او همدارنګه یې د بریتانیا او افغانستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیرته ټینګېدو سپارښتنه کړې ده.

د ۲۰۲۱م کال په اګسټ کې جې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، بریتانیا خپل ټول ډیپلوماتان له کابله وایستل.

خو په تېرو نژدې درېیو کلونو کې د نژدې درېیو ملیاردو ډالرو مرستې چې له افغانستانه سره شوي، بریتانیا یې له امریکا وروسته دوهم مرستندویه برخه وال دی.

دغه مرستې طالبانو ته نه ورکول کېږي بلکې هغه د غیردولتي موسسو له خوا اړوکسانو ته ورکول کېږي.