برادر په شپږو ولایتونو کې د صادراتو د پروسس زونونو د جوړولو خبر ورکړ

د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر

د طالبانو د حکومت د ریاست ‌الوزرا اقتصادي مرستیال د کابل په ګډون د هېواد په شپږو ولایتونو کې د صادراتو د پروسس زونونو د جوړولو خبر ورکوي.

ملا عبدالغني برادر اخند پرون پنجشنبې د صادراتو د ملي ورځې په نمانځغونډه کې وویل چې دغه زونونه به د افغانستان پر صادراتو د پام وړ مثبتې اغېزې وکړي.

هغه ملي سوداګر وهڅول چې د خامو موادو د صادراتو پر ځای پاخه شوي تولیدي توکي صادر کړي ځکه په خبره یې، په کور دننه د خامو موادو په پروسس سره نویو کارخونو ته د فعالیت زمینه برابرېږي.

ملا عبدالغني برادر همدارنګه د شفافه او د باور وړصادراتو د مسلې د یقیني کولو لپاره له ټولو امنیتي ارګانونو وغوښتل چې د قاچاق مخه ونیسي او متخلفانو ته سختې سزاوې ورکړي.

نوموړي دغه راز له سوداګرو غوښتي چې د کرنیزو محصولاتو د خرابېدو د مخنیوي لپاره له نړیوالو معیارونو سره سم سړې خونې جوړې کړي.