د عربستان سفیر کابل ته له ستنېدو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سفیر کابل ته له ستنېدو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پرون پنجشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو تمرکز وشو.

د راپورونو له مخې د سعودي عربستان ډیپلوماتان د ۲۰۲۳م کال په فبرورۍ کې د امنیتي دلایلو له امله له کابل څخه وتلي وو.

هغه مهال جاسم بن محمد الخالدي په کابل کې سفیر و چې اوس یې فیصل بن طلق البقمي ځایناستی ټاکل شوی دی.

د طالبانو د بیانونو له مخې د سعودي عربستان سفیر امیرخان متقي ته ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مخ په پراخېدو دي.

همدارنګه ویل شوي چې د سعودي سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

سعودي عربستان چې یو له درېیو هېوادونو و چې د طالبانو مخکینۍ واکمنۍ یې په رسمیت پېژندلې وه، د نړۍ د نورو هېوادونو په څیر د طالبانو د سرپرست حکومت له په رسمیت پېژندلو ډډه کړې ده.