بلینکن: اوکراین ته به ژر نورې مرستې اعلان شي

بلنیکن

د ناټو متحدینو په واشنګټن کې په ګډه سرمشریزه کې اعلان وکړ چې اوکراین ته د F-16 جټ الوتکو لومړۍ جوپه استول شوې او په دې توګه یې د کییف د اوږدې مودې انتظار پای ته رسولی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرانتوني بلینکین د دې خبر د اعلان په مهال وویل چې کییف ته به د مرستو یوه بله پیاوړې بسته په راتلونکو ورځو کې په ډاګه شي.

ښاغلي بلینکن چې هېواد یې د ناټو د سرمشریزې کوربه دی، پرون چهارشنبې (د جولای په ۱۰) د دې سرمشریزې په څنډه کې یوې غونډې ته وویل چې د اوکراین پوځي وړتیاوې باید پیاوړې شي.

"همدا اوس چې موږ او تاسې خبرې کوو، د F-16 جټ الوتکو لیږد روان دی. دغه جیټ الوتکې له ډنمارک او هالنډ څخه لیږدول کیږي او په اوړي کې به د اوکراین په آسمان کې الوتنې وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې اوکراین د روسیې د یرغل په وړاندې په اغیزمنه توګه د خپل ځان دفاع کولی شي. "

اوکراین چې له ډیرې مودې راهیسې یې د F-16 جټ الوتکو د ترلاسه کولو هیله کوله، داسي ښکاري چې دا هیله یې پوره شوه.


د اوکراین دفاع وزیر رسټم عمروف له خپلو ډنمارکي او هالنډي سیالانو سره تر کتنې وروسته په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې ولیکل چې هیواد یې په خپل آسمان کې د پرمختللو جنګي الوتکو نندارې ته ځان چمتو کوي.


د اوکراین ولسمشرولودیمیرزیلینسکي تیره اوونۍ ویلي و چې غواړي تر اوړي پورې د خپل هیواد دفاعې وړتیاوې دوه چنده کړي.


تمه کیږي، زیلینسکي چې د ناتو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره په واشنګټن کې دی، د امریکا د استازیو او سناجرګو له مشرانو او هم د دې جرګو دفاعي، ډیپلوماسۍ، ملي امنیت او بودجې د کمیټو له ریسانو سره وګوري.


د امریکا د متحده ایالاتو، چې څه کم څلور میاشتې وروسته به پکې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کیږي، سیاسي ګوندونه له اوکراین سره د مرستو په برخه کې یو څه اختلاف لري خو د اوکراین ولسمشر د سې شنبې په ورځ په یوه وینا کې د امریکا له سیاسي مشرانو وغوښتل چې د ولسمشرۍ انتخاباتو نتیجې ته دې منتظر نه پاتې کیږي او د روسیې د یرغل په وړاندې دې له اوکراین سره مرستو ته دوام ورکړي.