د پاکستان پوځ په پېښور کې د خپلو۴ پوځیانو وژل کېدا تایید کړه

د پاکستان پوځ تایید کړه چې څلورسرتیري یې د پیښور په حسین خیلو سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.


د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې پرون (چهارشنبې) په یوه بیان کې وویل چې وژل شوي سرتیري د سوابۍ، کواټ، پیښور او مانسېرې اوسیدونکي وو.

د بیان له مخې په حسین خیلو سیمه کې د پوځ او پولیسو له خوا د دغو ګډو پوځي عملیاتو په نتیجه کې درې سختدریځي وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ په وینا د عبدالرحیم په نوم د سختدریځو یو قومندان چې پرسر یې ۶ میلیونه روپۍ جایزه ټاکل شوې وه هم د وژل شویو په ډله کې دی.

پاکستان د جون په ۲۷ د عزم استحکام په نوم د عملیاتو د پیلیدو خبر ورکړ او ویې ویل چې دغه عملیات د یاغیانو او ترهګرو د ځپلو لپاره په هدف پیلیږي.