طالبانو د پنجشېر د زمرودو دوه ورځنی نندارتون پرانیستی

په پنجشېر کې ایستل شوی یو زمرد

د طالبانو د حکومت د کانونو او پترولیم وزارت نن چهارشنبه د پنجشیر د زمرودو دوه ورځنی نندارتون پرانیستی دی.

په نندارتون کې زمرد، لاسي صنایع او یوشمېر نور توکي نندارې ته ایښودل شوي دي.

د پنجشېر د ولایت له خوا رسنیو ته لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چین، ایران، ترکیې، متحده ایالتونو او فرانسې یوشمېر پانګه‌وال او شرکتونه پنجشېر کې دي او دغلته د زمرودو او اوسپنې په کانونو کې د پانګونې لېوالتیا لري.

د خبرپاڼې له مخې دا مهال په پنجشېر کې ۱۲ سوه کانونو ثبت شوي او د کیندنې لپاره یې نژدې شپږ سوه جوازونه ویشل شوي دي.

د طالبانو حکومت که څه هم ادعا کوي چې کانونه یې د زورواکو له لاسه ایستلي او په قانوني ډول یې استخراجوي، خو د کانونو د برخې کارپوهان بیا پر دوی نیوکې کوي چې د کیندنې په چارو کې بیړه کوي او د تړونونو پر مهال تر ډېره د شرکتونو ګټې په پام کې نیول کېږي.