غزه کې د اسراییلي ځواکونو بمبارۍ؛ چارواکي: لږترلږه ۳۰ کسان وژل شوي

په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د بمباریو یو انځور

فلسطیني چارواکي وايي، د غزې په جنوب کې د اسراییلي ځواکونو په بمبارۍ کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي.

د فلسطیني روغتیايي چارواکو په وینا، په دې هوايي حمله کې لږترلږه ۳۰ تنه بېځایه شوي کډوال چې د خان یونس په ختیځ کې د اباسان سیمې په یوه ښوونځي کې اوسېدل، وژل شوي دي.

د دوی په وینا، په وژل شویو کې اکثر ښځې او ماشومان دي.

نن په داسې حال کې چې د اسراییلي ځواکونو عملیاتو زور اخیستی، د غزې ښار اوسېدونکي د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي ویلي چې دا عملیات ښايي د اوربند خبرې زیانمنې کړي.