د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزې د اوږدمهاله حل غوښتنه کړې.
فلیپو ګراندې پاکستان ته د درې ورځني سفر په پای کې پرون په دې اړه څرګندونې وکړې.
د "یواینایچسيآر" UNHCR مشر له پاکستاني چارواکو سره د خبرو پر مهال د څه باندې ۱۳ لکه افغان کډوالو د راجسټرېشن کارتونو پر تمدید هم ټینګار وکړ.
ګراندې له پاکستانه د کډوالو د جبري ایستلو د پلان د ځنډولو هرکلی وکړ او هیله یې وښوده چې دا حالت به دوام وکړي.
د "یواینایچسيآر" مشر د روان کال په پای کې په هغو خبرو کې ګډون ته لېوالتیا وښوده چې د پاکستان د حکومت او د پرمختیايي ادارو او خصوصي سکتور په ګډون د افغان کډوالو په مسئله کې ښکېل اړخونه به د افغان کډوالو او کوربه هېواد په ګټه د انکشافي پلانونو په اړه بحث پهکې وکړي.