واشنګټن تهران ته خبرداری ورکړی چې په امریکا کې د غزې د جګړې په اړوندو اعتراضونو کې دې لاسوهنه نه کوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پییر پرون پر تهران تور ولګاوه چې په امریکا کې د غزې د جګړې پر وړاندې له اعتراضونو څخه ناوړه ګټه اخلي.
هغې زیاته کړه چې دا کار د منلو نه دی.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې مشر وویل ایران هڅه کوي د امریکا په ټولنه کې اختلاف رامنځته کړي.
د آوریل هاینز په وینا، د ایران له حکومت سره تړلي عناصر چې ځانونه د آنلاین فعالانو په توګه معرفي کوي، هڅه کوي د غزې په تړاو اعتراضونه وهڅوي او حتی اعتراض کوونکو ته پیسې ورکوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې یادونه وکړه چې له سولهییزو لارو د بیان آزادي د امریکا د ډیموکراسۍ مهم اړخ دی.