بایډن: پوتین به د نړۍ له نقشې د اوکراین د محوه کولو هدف کې بریالی نه شي

د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او چپ لور ته د ده امریکايي سیال جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي چې روسیه پرته له دې چې اوکراین د نړۍ له نقشې څخه محوه کړي، بل څه نه غواړي، خو بایډن په کلکه ټینګار وکړ چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به دې هدف ته په رسېدو کې بریالی نه شي.

بایډن په واشنګټن کې د ناټو د سرمشریزې په لومړۍ ورځ په خپله وینا کې زیاته کړه چې اوکراین د پوتین مخه نیولای شي او د لوېدیځو متحدانو په بشپړ ملاتړ به دا کار وکړي.

هغه اعلان وکړ چې امریکا او متحدان به یې له اوکراین سره د نورو وسلو او د هوايي مدافعې د اضافي سیستمونو مرسته وکړي.