د اروپا د ملتونو د فوټبال په اتلولۍ لوبو کې هسپانیه د فرانسې په ماتولو پایلوبې ته ووتله.
دا لوبه د مونشن په الینز ارینا لوبغالي کې وشوه.
د هسپانیې ټیم دوه پر یو لوبه وګټله.
هسپانیې تر دې مخکې درې واره د اروپا د ملتونو د فوټبال اتلولي ګټلې ده.
د اروپا د ملتونو د فوټبال سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې به نن د چهارشنبې شپه د هالند او انګلستان ملي لوبډلې سره مخ شي.
د دې لوبې ګټونکی به په پایلوبه کې چې د یکشنبې په ورځ د جولای ۱۴مه کېږي له هسپانیې سره مخ شي.