بلېنکن: پر طالبانو فشار ته دوام ورکوو څو د ښځو او نجونو په کار او تعلیم بندیزونه لیرې کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، پر طالبانو به فشار ته دوام ورکړي چې د ښځو او نجونو پر کار او زده‌کړو بندیزونه لیرې کړي.

انټوني بلېنکن د جولای په نهمه یوې خبري غونډې ته وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې چوپه خوله نه دي او د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.

هغه وویل: "موږ هره ورځ له حکومتونو، نادولتي موسسو، خصوصي سکټور او اکاډمیک اشخاصو سره کار کوو تر څو د افغان ښځو او نجونو د هڅو ملاتړ وکړو او په افغانستان کې ښځې او نجونې زده‌کړې ته دوام ورکړي، خپل مهارتونه لوړ کړي او وکولای شي له لرې لارې خپل کار وکړي."

د امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې له ښځو سره په داسې حال کې خپل ملاتړ اعلان کړی چې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي له ۱۰۰۰ ورځو راهیسې د نجونو پر مخ تړل شوي دي.

له څه باندې یو نیم کال راهیسې طالبانو پوهنتونونو او غیردولتي موسسو ته د ښځو او نجونو د ورتګ مخه نیولې ده.