طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اقداماتو په تړاو د یوناما راپور رد کړ

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د طالبانو حکومت د یوناما هغه راپور رد کړ چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اقدامات د خلکو تر منځ د وېرې او ګواښ فضا پراخه کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد سه شنبه ناوخته په خپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې ادعا کړې کوم احکام چې د دغه وزارت له‌خوا توصیه کېږي د ده په خبره اسلامي احکام دي.

مجاهد ویلي، د یوناما راپور جوړوونکي هڅه کوي افغانستان د غربي لیدلوري څخه وارزول شي.

اخوا بیا یوناما یا افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت دفتر سه شنبه په یوه راپور کې ویلي، د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له‌خوا له بشري حقونو سرغړونې او صادرو شویو لارښونو کې ابهامات او تناقضات، په خصوصي حریم کې د خلکو د فعالیتونو محدوونکي کارونه او د نااټکل شویو لارښونو شدت د خلکو تر منځ وېره زیاته کړې او ژوند یې ور اغېزمن کړی دی.