په غزه کې د اوربند په تړاو خبرې د امریکا، مصر او اسراییلو د چارواکو په حضور کې بیا پیلېږي

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

تمه ده چې په غزه کې د اوربند په اړه خبرې نن د جولای په لسمه د امریکا، مصر او اسراییلو د استخباراتي ادارو د مشرانو په حضور کې بیا پیل شي.

د مصر دولتي تلوېزیون قاهره نیوز او یو شمېر نورو چارواکو ویلي چې د خبرو اترو دا پړاو به د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شي.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې مشر ویلیم برنز، د مصر د استخباراتو مشر عباس کامل او د اسراییلو د استخباراتو مشر ډیویډ بارنیا به د اوربند د څرنګوالي په اړه خبرې وکړي.

په غزه کې د اوربند تر څنګ، د حماس له‌خوا د یرغمل شویو کسانو په اړه د خبرو اترو تمه کېږي.

حماس چې د امريکا او اروپايي ټولنې له خوا يو تروريستي سازمان ګڼل کېږي، د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر د اوومې نېټې په بريد کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او تر ۲۵۰ ډېر يرغمل کړل.

اخوا د حماس تر کنټرول لاندې د غزې روغتیا وزارت په خبره د اسراییلو په بریدونو کې تر ۳۸ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.