ریچارډ بینېټ: افغان ښځې او نجونې حق لري څو په ورزش کې برخه واخلي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکو,نکی ریچارډ بینېټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ وایي، افغان ښځې او نجونې حق لري چې په ورزش کې برخه واخلي.

بینېټ نن سې شنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې له ورزشي بنسټونو غوښتي چې له افغان ښځینه ورزشکارانو د افغانستان دننه او بهر ملاتړ وکړي.

نوموړي همدارنګه لیکلي چې په ډېره لېوالتیا د روان کال د پاریس د المپیک او پارا المپیک په لوبو کې د افغان ښځینه او نارینه ورزشکارانو لوبېدو ته سترګې په لاره دی.

تر دې مخکې د طالبانو د المپیک کمېټې ویاند اتل مشواڼي پرون دوشڼبې ویلي وو چې د پاریس په المپیک کې یوازې درې نارینه لوبغاړي د افغانستان استازیتوب کوي.

هغه زیاته کړه، کله چې په افغانستان کې د نجونو پر سپورټ بندیز وي نو په بهر کې د افغانستان په استازیتوب د نجونو ګډون د حیرانتیا خبره ده.