د ناټو کلنۍ سرمشریزه؛ د ټلوالې د دفاعي وړتیاوو د لوړولو او د اوکراین د ملاتړ پر لارو چارو بحث کوي

د ناټو او د دې سازمان د غړي امریکا بیرغونه

تمه ده چې د ناټو د غړو هېوادونو مشران به نن په واشنګټن کې په خپله کلنۍ سرمشریزه کې د دې ټلوالې د دفاعي وړتیاوو د لوړولو او د اوکراین د ملاتړ پر لارو چارو بحث وکړي.

ناټو په پام کې لري چې له کلونو ابهام وروسته د وسلو او مهماتو د چمتو کولو په برخه کې د اروپايي غړو لپاره خپل پلان او همداراز له اوکراین سره د شاوخوا ۴۳ میلیارد ډالره مرستې طرح وړاندې کړي.

د ناټو دا سرمشریزه د دې ټلوالې په ۷۵مې کلیزې سره برابره ده.