جنوبي وزیرستان کې د پوځ پر موټر برید؛ درې کسان وژل شوي او لس ټپیان دي

ارشیف: په وزیرستان کې له دې مخکې چاودنې خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې په جنوبي وزیرستان کې د پوځ پر یوه موټر د وسله‌والو په برید کې ۱۳ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د استخباراتو یوه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې دا برید نن سهار د کوز جنوبي وزیرستان په خمرانګ سیمه کې هغه مهال وشو چې نامعلومو وسله‌والو د پوځ د موټرو پر کتار برید وکړ او ورپسې په نښته کې درې سرتېري مړه او لس نور ټپیان شول.

په عین حال کې پاکستاني پولیسو تایید کړې چې د ټانک ولسوالۍ د ګومل سیمې په کوټ اعظم سیمه کې وسله‌والو درې پوځيان تښتولي دي.

د ټانک ولسوالۍ د پولیسو مشر عبدالسلام خالد د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل د تښتول شویو پوځیانو د موندلو لپاره په سیمه کې د پلټنې عملیات روان دي.

د دې دوو پېښو پړه کومې ډلې نه ده منلې، خو د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د ورته پخوانیو حملو پړه د پاکستاني طالبانو ډلې یا ټي‌ټي‌پي TTP منلې ده.