روسیې د اوکراین له‌خوا د توغول شويو لسګونو ډرونونو د شنډولو خبر ورکړی

یوه اوکراینۍ بې پیلوټه الوتکه

روسیه وايي، تېره شپه یې د اوکراین له خوا توغول شوي لسګونه ډرونونه یا بې پیلوټه الوتکې شنډې کړې دي.

روسي چارواکو د دې حملو په پایله کې د یو شمېر کسانو د مرګ ژوبلې خبر هم ورکړی دی.

د روسیې دفاع وزارت نن وویل چې په پنځو سیمو کې یې د اوکراین ټول ۳۸ ډرونونه ویشتلي، خو اوکراین تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د روسیې پر خاوره دا برید وروسته له هغه کېږي چې ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د اوکراین پر قلمرو د روسیې د پراخو هوايي حملو په دوام چې لږترلږه ۳۷ اوکرایني وګړي یې ووژل، د ځوابي اقداماتو ژمنه وکړه.

د روسیې سیمه‌ییزو رسنیو خبر ورکړی چې له بېګانیو حملو وروسته د روسیې په جنوبي ښارونو، استراخان او والګاګراد کې الوتنې ځنډېدلې دي.