ملګرو ملتونو له غزې په ډله‌ییز ډول د خلکو د ایستلو د امر پر ضد اعتراض وکړ

له غزې د خلکو د تخلیې له بهیره یو انځور

ملګرو ملتونو نن د اسراییلو له لوري د غزې له تړانګې، په ډله‌ییز ډول د خلکو د ایستلو د امر پر ضد اعتراض وکړ.

د اسراییلو پوځ پرون وویل چې په غزې ښار کې د عملیاتو پر مهال یې لسګونه فلسطیني وسله‌وال د لاس او ګرېوان جګړې په نتیجه کې وژلي دي.

اسراییلو د غزې له ډېرو برخو د خلکو د ایستلو په پلان کې پرون د غزې ښار هم شامل کړ چې ورسره درنې جګړې پیل شوې.

ملګرو ملتونو ویلي چې د ملکي وګړو په اړه د اسراییلو پرېکړو وېرولی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وايي، دا فلسطینیان څو ځلې په جبري ډول له خپلو مېنو ایستل شوي او هغو ځایونو ته بیول شوي چې د اسراییلو پوځي عملیات په‌کې روان دي او هلته دا خلک مري او ټپیان کېږي.