طالبان: د پاریس المپيکي سیالیو کې درې ګډون کوونکې ښځینه لوبغاړې د مېرمنو استازیتوب نه کوي

ارشیف

د طالبانو حکومت وایي، هغه درې ښځینه لوبغاړې په رسمیت نه پېژني چې د پاریس د سږ کال المپیکې سیالیو کې د افغان مېرمنو په استازیتوب ګډون کوي.

فرانس پرېس خبري اژانس پرون دوشنبه د طالبانو د المپیک کمېټې د ویاند اتل مشواڼي په حواله ویلي، د پاریس المپیکې سیالیو کې یوازې درې نارینه لوبغاړي د افغانستان استازیتوب کوي.

مشواڼي وړاندې ویلي، کله چې په افغانستان کې دننه د نجونو سپورټ باندې بندیز وي، نو بهرهم د افغانستان په استازیتوب د نجونو لوبې دوی ته د حیرانتیا وړ دي.

د پاریس المپیکې سیالیو کې د ګډون کوونکو شپږو افغانانو له ډلې یوازې یو یې په افغانستان او پاتې پنځه نور یې بهرنیو هېوادونو کې اوسېږي.

د المپیک نړیوالې کمېټې هم ویلي چې د دغو افغان لوبغاړو په غوراوي کې یې له طالبانو سره مشوره نه ده کړې او د طالبانو د سپورټ ادارو ته یې هم بلنه نه ده ورکړې.