امنیت شورا د اوکراین د ماشومانو په یوه روغتون د روسیې پر توغندیز برید بحث کوي

په کییف کې ژغورنکې ډلې د ماشومانو پر یوه روغتون تر برید وروسته د ژغورنې عملیات کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن سه شنبه د اوکراین د ماشومانو پر یوه روغتون د روسیې پر توغندیز برید بحث کوي.

په پلازمېنه کییف کې پر دغه روغتون پرون دوشنبه برید وشو او د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د کییف د پوځي ادارې په حواله ویلي چې د درېیو ماشومانو په ګډون ۲۷ تنه په کې وژل شوي او ۸۲ نور ټپيان شوي دي.

پرون پر کییف سربېره د اوکراین نور ښارونه هم د روسی د پراخو بریدونو شاهدان وو چې په ټولو دغو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۱ او د ټپيانو ۱۴۰ ښودل شوی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغې بیړنۍ ناستې غوښتنه کړې وه.

ملګرو ملتونو، امریکا او بریتانیا د کییف د ماشومانو پر روغتون د روسیې برید غندلی او هغه یې د ملګرو ملتونو د منشور خلاف بللی دی.