بولات: که ۲۵زره افغان شپانه له ترکیې ووځي نو مالداري او کرنه به مو پاتې نه شي

په ترکیه کې یو افغان شپونکی

د ترکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات ویلي، که افغان شپانه له ترکیې ووځي په دغه هېواد کې به مالداري او بزګري پای ته ورسېږي.

بولات له ترکي ورځپاڼې صباح سره په مرکه کې چې پرون خپره شوې، ویلي چې هېواد یې د کاري ځواک له سخت کمښت سره مخ دی.

هغه د بېلګې په توګه ویلي: "د کاري قوا سخت کمښت سره مخ یو، ان په بهرنیو کارګرو هم دا تشه نه شو ډکولی. که همدا نن ۲۵زره افغان شپانه ووځي هېواد کې به مو مالداري او کرنه پاتې نه شي."

د بولات دا خبرې د ترکیې د مخالفو ګوندونو او یو شمېر خلکو له نیوکو سره مخ شوي دي.

د ترکیې اپوزیسیون ګوندونه د اوسني حکومت په خلاف د افغان او سوریايي کډوالو د ایستلو پلوي دي.