آی‌او‌ایم: ډېری افغانان باکيفيته روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ دي

په ارزګان کې د ولایتي روغتون یوه څنډه

د کډوالۍ نړيوال سازمان یا "آی‌او‌ایم" وايي، ډېری افغان ټولنې باکيفيته روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

دې سازمان د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د دوی ټیمونو د جون په میاشت کې ۴۸زره ابتدايي روغتیايي مشورې، ۷زره رواني روغتیا مشورې او د ۷زره ماشومانو لپاره د معافیت معمول خدمات وړاندې کړي دي.

د یوه بل خبر له مخې، د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په تېرو دوو ورځو کې د هرات له اسلام کلا، د نیمروز له ورېښمو پل، د کندهار له سپین بولدک او د ننګرهار له تورخم څخه افغانستان ته د ۲۶۵۰ کسانو ته د ستنېدو خبر ورکړی دی.