طالبانو په شهزاده سرای کې د سیارو صرافیو کار منع کړی

په شهزاده سرای کې یو سیار صراف

د طالبانو حکومت د افغانستان د پیسو د تبادلې په لوی مارکېټ شهزاده سرای کې د سیارو صرافیو کار منع کړی دی.

په یوې اطلاعیې کې چې پرون رسنیو ته رسېدلې او د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت، استخباراتو ریاست، مرکزي بانک او د صرافانو د اتحادیې له‌خوا لاسلیک شوې په شهزاده سرای کې د بهرنیو اسعارو "بولۍ" منع ګرځول شوې ده.

اندېښنې شته چې د طالبانو په دې امر سره به هغه سلګونه صرافان بې‌کاره شي چې په شهزاده سرای کې دننه سیارې صرافۍ لري.

په شهزاده سرای کې دننه د پولي خدماتو او د اسعارو د تبادلې په شرکتونو سربېره ګڼ خلک له کلونو کلونو سیارې صرافۍ لري.