ټاکل شوې د اروپا د ملتونو د جام نیمه پای لوبې نن د جولای ۹مه پیل شي.
په لومړۍ لوبه کې به هسپانیا له فرانسې سره مخ شي.
د دې لوبې ګټونکی به وروستي پړاو یا فاینل ته لار ومومي.
هسپانیا د جرمني پر وړاندې په بریا سره نیمه پایلوبې ته لار پيدا کړې او فرانسې هم پرتګال ته ماته ورکړې ده.
انګلستان به په دوهمه نیمه سبا له هالنډ سره لوبه کوي.
د اروپا د ملتونو جام فاینل د یکشنبې په ورځ جولای ۱۴مه د برلین د فوټبال په لوبغالي کې ترسره کېږي.
د اروپا د ملتونو په جام کې د فوټبال د نړیوال جام برعکس د درېیم مقام د ټاکلو لپاره لوبه نه کېږي.