د اسراییلو د اپوزیسیون د تر ټولو لوی ګوند مشر د نتنیاهو د ملاتړ ټټر وواهه

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییلو د اپوزیسیون د تر ټولو لوی ګوند مشر نن وویل چې که واکمن ایتلاف په غزه کې د اوربند له معاملې لاس واخلي، نو دی به په پارلمان کې د صدراعظم بنیامین نتنیاهو ملاتړ وکړي څو په واک کې پاتې شي.

نتنیاهو د حکومت چارواکو ته صلاحیت ورکړی چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو او د اسراییلي برمته وو د خوشې کولو لپاره له فلسطینۍ حماس ډلې سره د احتمالي اوربند په اړه خبرې بیا پیل کړي.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه تروریستي ډله بولي، خو له نتنیاهو سره په ایتلاف کې شاملو ځینو تندلارو ملتپالو ویلي چې که اسراییل د حماس له پوره ځپلو مخکې اوربند ومني، نو دوی به له ایتلاف څخه ووځي.

د یاش اتید ګوند مشر یاعیر لاپید د پارلمان یوې غونډې ته وویل چې د برمته وو مسئله تراوسه نه ده حل شوې او نتنیاهو باید د خپل حکومت د دوام او برمته وو ترمنځ یو غوره کړي.