په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د الکترونیکي تذکرو د ویش مرکز پرانیستل شوی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې پرون خبر ورکړی چې په اماراتو په تېره بیا ابوظبۍ ښار کې افغانانو ته د اسانتیا په هدف یې دا مرکز پرانیستی دی.
د دې ادارې د بیان په اساس له دې مرکزه به هلته مېشتو افغانانو ته د تذکرو د ویش سربېره، د تولد کارتونه، د وفات پارچې او د الکترونیکي تذکرو تر توزیع وروسته اړوند خدمات وړاندې شي.
د احصایې او معلوماتو د ادارې مشر فقیرمحمد زیار په ابوظبۍ کې په دې مناسبت غونډې ته ویلي چې هڅه کوي ورته مراکز په نورو هېوادونو کې هم د افغانانو د اسانتیاو په هدف پرانېزي.
په متحده عربي اماراتو کې اکثر افغانان په سوداګرۍ، کارګري او خدماتي کارونو بوخت دي.
په اماراتو کې د افغان سوداګرو د ټولنې د شمېرو په اساس لږ تر لږه درې لکه افغانان هلته مېشت دي.