جنګ ځپلي هېوادونه او د ښځو جنسي ځورونې

  • د تورنو کسانو او دولت پر وړاندې دعوې

څنګه د جګړې د وخت د جنسي تاوتریخوالي قربانیانې د معافیت پروړاندې مبارزه او د تاوان غوښتنه کوي؟

لیکوالانې: انا چلیچ، تتایانا یارموشچک، کرستینا زاکردایوا، فریده سیال او جنتیانا کادریجا

د قربانیانو رغېدنه، تاوان، قناعت او هغه تضمین چې بیا به داسې نه کېږي. دا باید په ټوله نړۍ کې د جګړې د وخت د جنسي تاوتریخوالي د قربانیانو لپاره د تاوانونو د پروګرام اصلي برخه وي.

خو قربانیانې ډیر کله د بشپړ تاوان د ترلاسه کولو او یا لږ تر لږ د انصاف د ترلاسه کولو لپاره کلونه په محکمو کې تېروي، په داسې حال کې چې مجرمان او دولتونه اکثرا له مسوولیته تښتي.

په دې راپور کې د جګړي پر وخت د جنسي تاوتریخوالي سره د مخ شویو کسانو کیسې له بوسنیا او هرزګوینا، اوکراین، کوسوو او چیچنیا رانېولې تر افغانستان پورې راټولې شوې دي.

څنګه دوی د تاوان ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي او ولې د دوی د حقونو ساتل ستونزمن دي؟

"روسیه له هغه څه چې ښکاري، تاوان ورکولو ته نژدې ده."

په اوکراین کې د پاتي شویو کسانو لپاره لنډه مهاله تادیات

د بشري حقونو فعاله او د جګړې پرمهال د جنسي تاوتریخوالې قرباني لیودمیلا حسینوا اوس په اوکراین کې د جنسي زورزیاتي د قربانیانو د حقونو د مبارزې په برخه کې مخکښه فعاله ده.

د بشري حقونو فعاله او د جګړې پرمهال د جنسي تاوتریخوالې سره مخ شوې لیودمیلا حسینوا

هغې د ۲۰۱۴م کال د جګړې له پیل راهیسې، د جګړې په لومړیو کرښو کې له بې سرپرسته ماشومانو سره مرسته کوله.

حسینوا په ۲۰۱۹م کال کې د روسیې له ملاتړ څخه د برخمنو ځواکونو چې ځانته د "ډونیڅک د خلکو جمهوریت" وايي، له خوا وتښول شوه.

هغه د ډونیڅک په سیمه کې د ایزولیاتسیا (Izolyatsiya) بدنامه او هیر شوي زندان ته چې د روسې پلوو جلا غوښتونکو له‌خوا کنټرولیده یوړل شوه.

پر حسینوا اوکراین ته د "جاسوسۍ" او "افراطیت" تورونه ولګول شول.

هغې په دې زندان کې درې کاله تېر کړل او لکه د نورو زندانیانو په څير د شکنجې سربېره له جنسي ځورونې سره هم مخ شوه.

هغه وايی:"د مثال په توګه دا سل په سلو کې ده، چې د ایزولیاتسیا په زندان کې هر څوک، هر څوک یوځل په زوره لوڅ کړل شوي دي. دا ډېره سخته ده چې ووایم څوک خوش قسمته و او څوک نه و، ځکه دا سمه نه ده، هلته ډېرې داسې ښځې وې چې سرتیرو د اولادونو د لیدو یا د هغوي د غږ د اوریدو په بهانه مجبورولې چې جنسي تاوتریخوالی ورسره وکړي او دا ډېر بد او نامناسب کار و."

حسینوا په زندان کې د رواني او جسمي ناروغیو سربېره، د زندان د غیر انساني شرایطو په وجه په مزمنو ناروغیو هم اخته شوه.

هغه په ۲۰۲۲م کال کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د ټولو زنداني ښځو د تبادلې په پایله کې له ۱۰۷ نورو ښځو سره یو ځای خوشې شوه.

حسینوا اوس که څه هم له زندان او جنسي ځورونې خلاصه شوې، خو د جنسي تېري کوونکو او هغوي ته د سزا ورکولو لپاره مبارزه کوي.

هغه یوازې د ځان لپاره نه بلکې د هغوو کسانو لپاره چې د روسیې سرتیرو له خوا پرې جنسي تېري شوي دي، هم مبارزه کوي.

هغې د اوکراین په څارنوالۍ او د اروپايي ټولنې د بشري حقونو(ECHR) په محکمه کې د ورسیې پر ضد دعوه ثبت کړې ده.

هغه زیاتوي: "دا زما شخصي هیله ده چې هغوي سزا وویني، زه ډیره خوشاله شوم چې کله ما خبر ترلاسه کړه چې محکمه زما پر شکایت غور کوي، او هلته لیکل شوي وو "د ورسیې پر وړاندې د حسینوا قضیه"، ما هر هغه څه چې هلته پيښ شوي په یاد ساتلي دي، غیر انساني توقیف، غیرانساني شرایط، د جنسي تاوتریخوالي حقایق، د طبي مرستو نه ترلاسه کول او د قانوني مرستې نه ترلاسه کول."

د ۲۰۲۴م کال د اپرېل په میاشت کې د اوکراین د حقونو مدافع ډمیټرو لویبنیټس د جګړې پر مهال د روسي پوځیانو له‌ خوا د جنسي ځورونې سره مخ شویو کسانو لپاره د موقتي تاوان د ورکړې پروګرام اعلان کړ.

د بیان له مخې تر ۵۰۰ کسان به په یوځل ۳۰۰۰ یورو تاوان چې ۳۲۰۰ ډالر کېږي ترلاسه کړي، له دې سربېره به دې کسانو سره د ژغورونکې نړیوال صندوق (GSF)له خوا کومه اداره چې دا پروژه رهبري کوي، په روانې برخه کې هم مرسته وشي.

د اوکراین لومړۍ مېرمنې اولینا زیلنسکي د ۲۰۲۴م کال د مارچ په میاشت کله يې چې د دې پروګرام په اړه خبرې کولې وویل: "د بشري حقونو د جدي سرغړونو قربانیانو ته تاوان ورکول په ځانکړې توګه د جنسي ځورونې قربانیاتو ته، یوازې په اقتصادي ملاتړ پورې محدود نه دی، بلکې دا د عدالت تامینول لپاره یو مهم ګام دی."

د جي‌ایس‌ایف په خبره، دوی به هر غوښتنلیک په جلا توګه مخکې له دې چې تاوان ورکړي، څېړي، خو په دې اړه چې څنګه به دوی دا پروسه مخته وړي، یې جزیات ورنه کړل.

د اوکراین د عمومي څارنوالۍ په دفتر کې د جګړې اړونده د جنسي تاوتریخوالي د جرمونو د څېړنې څانګې مشرې ایرینا دیدینکو په یوې مرکې کې وویل: " د موقتي تاوانونو ترڅنګ به د اوکراین چارواکي له روسیې څخه د بشپړ تاوان غوښتنه وکړي."

هغه وايي: "موږ د نړیوالو محاکمو لپاره شواهد راټولوو، زموږ ژغورونکي چمتو دي چې بل هیواد ته لاړ شي او هلته شهادت ورکړي، دا هغه څه دي چې موږ يې د ټولو ممکنو لارو هڅه کوو."

د کډوالو نړیوال سازمان د تاوانونو او انتقالي عدالت په برخه کې لوړ پوړی سلاکار ایګورسوټکوفسکي چې په اوکرایین کې له هغوو سازمانونو او ادارو سره چې له جګړې وروسته هېوادونو کې کار کوي او اوس په اوکراین کې کار کوي وايي: " د نورو هغوو کسانو چې په دې برخه کې یې پخوا کار کړی او د نړیوالو له فعال ملاتړه مننه. په اوکراین به قربانیان د روسیې څخه د جګړې د قربانیانو تاوان نسبت نورو هیوادونو ته ژر ترلاسه کړي."

د هغه په خبره: "دا اوږده لار ده چې د عدالت په نړیواله محکمه کې دې ته انتظار وکړو څو يې اوکراین وګټي، دا ډېر زحمت او هڅو ته اړتیا لري. لنډه لار دا ده چې د هغو هېوادونو یو ګروپ ولرو چې شتمنۍ یا یې ګټه ضبط کړي او درېیمه لار دا ده چې شتمنیو پرته د ضبط کارول دي، چې د وثیقې په توګه وکارول شي او اوکراین ته يې تاوان ورکړل شي نو له روسیې څخه اوکراین ته د جګړې پر مهال د جنسي تاوتریخوالي د قربانیانو تاوان اخیستل ظاهرا نژدې دي او په نورو ځایونو کې د دې ډیر احتمال شته."

د اوکراین د جورفیم په نوم د اوکرایني ښځینه وکیلانو د ټولنې مشره وايي، د روسیې له خوا د جګړې پر مهال د جنسي ځورونې قربانیانو ته د پیسو ورکړه یوازینۍ برخه نه ده چې د بشري حقونو مدافعین يې غواړي.

هغه وايي: "موږ د نورو بڼو د تاوانونو په اړه خبرې کوو، له نړیوالو قوانیو سره سم، لومړی د جنسي ځورونې د قربانیانو لپاره د رغیدلو ټول اړخونه دي او که اړتیا وي دا رغیدنه باید د دوی د ټول ژوند په اوږدو کې یقیني شي. موږ همدا راز د قناعت په اړه خبرې کوو چې دا هم د تاوان یوه بڼه ده او د خلکو لپاره ډېره مهمه ده. یوازې دا مهمه نه ده چې مجرم ته سزا ورکړل شي، دا هم باید یقیني شي چې د جنسي ځورونې قربانیان خوندي وي، لکه څنګه چې یقیني کېږي چې دوی به د رغیدنې او ملاتړ لپاره مناسب خدمات په ټولنه کې ترلاسه کړي، په هغه ټولنه کې چې دوی ژوند کوي."

پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې د جنسي زور زیاتي نژدې ۳۰۰ پېښې ثبت شوي دي.

دا قضیې اوس د څارنوالۍ په دفتر کې د جګړې په وخت جنسي تاوتریخوالي د څانګې له خوا څېړل کېږي.

د "اوکرایین سیما" او د اوکراین د څارنوالۍ عمومي دفتر ازادي راډیو ته ویلی چې د روسیې له خوا په نیول شویو سیمو کې لا هم د جنسي تاوتریخوالي پیښې روانې دي، نو ځکه ددې پېښو قربانیان نه شي کولی په فزیکې ډول شاهدي ورکړي.

د دوی په خبره، دا هم معلومه نه ده چې د روسیې له خوا په نیول شویو لوهانسک او ډونیڅک سیمو کې د ۲۰۱۴م کال راهیسې څومره د جنسي ځورونې پېښې رامنځته شوي دي.

یو شمېر څېړونکې او د بشري حقونو سازمانونه وايي، په حقیقت کې د جنسي ځورونې قیضې خورا لوړې دي، خو په رسمي ډول ثبت شوي نه دي، ځکه ددې پېښو قربانیانې یا خو له قانوني پروسو تېرېدو ته چمتو نه دي او یا هم دولتي ادارو ته د دې پېښو راپور نه ورکوي.

د دې څېړونکو او سازمانونو په خبره، مهمه دا ده چې دغه کسان لسیزې وروسته د مرستې غوښتنه وکړي.

د کډوالو د نړیوال سازمان متخصص ایګورسوتکوفسکي وايي لکه څنګه چې د جګړې جرمونه د ختمېدو نېټه نه لري، همدا راز تاوان ورکول يې هم د ختمېدو نېټه نه لري.

هغه وايي: "زه به اوکراینیانو ته یو وړاندیز وکړم څو چې امکان لري دا پروسه پرانیستې وساتي، په ځانګړې توګه د جنسي تاوتریخوالي د قربانیانو لپاره، په دا ډول پېښو کې قربانیان ډېر ناوخته رامخته کېږي، ځکه دا ځان سره بدنامي او نور ډېر شیان لري."

د بوسنیا او هرزګووینا له جګړې د جنسي ځورونې پاتي شویو کسانو سره دوګونی چلند

د بوسینا اوهرزګووینا د جګړې د پاي ته رسېدو نژدې دیرش کاله کېږي، خو هغه کسان چې د جګړې پر مهال له جنسي ځورونې سره مخ شوي وو، لا هم اړینې مرستې يې نه دي ترلاسه کړي.

د جګړې پر مهال د جنسي ځورونې یوه قرباني چې نه غواړي نوم يې واخیستل شي، په ۱۹۹۳ کال کې ۳۲ کلنه وه چې د سربیا جمهوریت د پوځ له خوا د سراییوو په سیمه کې پرې تیری وشو.

هغه کلونو کېږي چې د تاوان اخیستو لپاره انتظار کوي.

پرې هغې تیري کوونکي په ۲۰۱۵م کال کې په اتو کالو بند محکول شول او محکمې دې ښځې ته د ۱۶۰۰۰ ډالرو د تاوان د ورکړې امر وکړ.

هغو کسانو چې دې ښځې ته يې تاوان اړولی وو، د پیسو د ورکړې وس يې نه درلود، نو ځکه دې ښځې د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې ته شکایت وکړ چې د بوسینا او هرزګووینا دولت دې هغوو کسانو ته چې د جګړې پرمهال له جنسي ځورونې سره مخ شوي تاوان ورکړي، او له قربانیانو دې بخښنه وغوښتل شي، خو تر نن ورځې پورې دا غوښتنې نه دي عملي شوي.

د ملګرو ملتونو له خوا د قربانې شوې ښځې مدافعه وکیله اجنا محمیچ وايِي، د ۲۰۱۹م کال راهیسې چې کوم کاري ګروپ د تدابیرو او ستراتیژیک پلان د جوړیدو لپاره ټاکل شوی وو، په سمه توګه يې کار نه دی کړی.

د ملګرو ملتونو له خوا د قربانې شوې ښځې مدافعه وکیله اجنا محمیچ

پنځه کاله وروسته لا هم پرېکړه د کاري ګروپ په جوړیدو پورې اړه لري.

دا پرېکړه څو ځلې د وزیرانو شورا ته وړاندې شوه، خو د کمېټې وړاندیزونه باندې سیاسي توافق نه و.

ملګرو ملتونو دغې قرباني شوي ښځې ته د تاوان د ورکړې سربېره امر وکړ چې د جګړې د وخت د جنسي ځورونو د قربانیانو لپاره دې د بښنې او روانې ملاتړ لپاره یو مالي صندوق رامنځته کړي.

دغه قربانې شوې ښځې د ۱۹۹۰م کال د بوسینا اوهرزګووینا یو له هغو ۲۰ زرو ښځو څخه ده چې د جګړې پر مهال پرې تېری شوی دی.

د پخوانۍ یوګوسلاویا لپاره د نړیوالې جنايي محکمې له خوا لږ تر لږ ۴۰ کسان په دې جرم محکوم شوي، په داسې حال کې چې ۹۶ تنه نور د سیمه‌ییزو محکمو له خوا محکوم شوي او اړ شوي چې قربانیانو ته له ۸۲۰۰ ډالرو څخه نیولې تر ۳۳۰۰۰ ډالرو پورې جریمه ورکړي.

د ویو زین Vive Žene, ادارې چې د جګړې د وخت د قربانیانو ملاتړ کوي، مشره جاسنا ریچویچ وايي، د هغوو کسانو لپاره چې ناوړه ګټه ترې اخیستل شوي وي، د درملنې لپاره اساسي اصول شته.

هغه وايي" د ملګروملتونو له خوا پنځه اصول ټاکل شوي، رغېدنه، د عدالت حق ته لاسرسی، د درملنې حق، تاوان او دا ضمانت چې دا ډول کړنې بیا تکرار نه‌ شي."

خو د ریچویچ په خبره، سیستم یو ډول نه دی، ځینو ښځو عدالت ترلاسه کړی، ځینو نورو بیا رغیدنه، خو چا ته تاوان نه دی ورکړل شوی او نه دا ضمانت شته چې دا ډول کړنې بیا نه کېږي.

ځنډول شوی عدالت، نه عدالت، د تاوان ورکول پر لور ور مزل

په کوسوو کې د جګړې د پای ته رسېدو لسیزې تیرې شوي، خو لا هم د ۱۹۹۸ او ۹۹ کلونو جګړې د جنسي ځورول شویو او قربانیانو شمیر معلوم نه دی.

خو د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د راپور پر بنسټ د دغو پېښو شمېر تر ۲۰۰۰۰پورته دی.

په کوسوو کې د ۲۰۱۸ کال راهیسې هغه کسان چې د جګړې پر مهال له جنسي ځورونې سره مخ شوي، هره میاشت ورته ۲۳۰ یورو چې ۲۴۵ ډالر کېږي د تاوان په توګه ورکول کېږي.

په کوسوو کې له شکنجې د ژوندیو پاتې شویو د رغیدنې د مرکز(KRCT) مشره فریده روشیتي وايي، " د جګړې په وخت کې د جنسي ځورونې قربانیانو ته د هغوي د خوشالولو او دا چې د دوی سختۍ د جګړې پر مهال په پام کې نیول شوي، دا پیسې ورکول کېږي، خو هغه کسان چې عمر يې ډېر دی او تقاعد يې کړی دی، هغوی ته نه ورکول کېږي."

په کوسوو کې له شکنجې د ژوندی پاتې شویو د بیا رغونې مرکز(KRCT) مشره فریده روشیتي

د فریدې په خبره، په دې وروستیو کې د کوسوو یوې محکمې د درې قربانیانو په ګټه پرېکړه وکړه چې اوس دوی د دوه ګونې تقاعد د ترلاسه کولو مستحق دي.

د هغې په خبره، که څه هم سیستم په یو ډول کار کوي، خو "د عدالت ځنډول، عدالت ته د نه ویلو په مانا دي."

فریده وړاندې وايي، که څه هم په زرګونو د جنسي ځورونې قضیې ثبت شوي، خو په دې اړه یوازې یو کس محکمه شوی دی.

د هغې په خبره، د جنايي عدالت پروسه د بېلابېلو لاملونو له کبله اوږده ده. خو زیاتوي چې " دا مهمه ده چې لومړی د جنسي ځورونې د ژوندي پاتې شویو کسانو لپاره مناسب ملاتړ رامنځته شي، د تاوانونو د ورکړې سیتسمونه جوړ شي څو هغه کسان چې پخوا پرې تېری شوی، هغوي ته ځواک او زړه ورکړي، ځکه دا کسان کله ناکله په ادارو باور نه کوي او اکثر وخت دوی د خپلو کورنیو له خوا له ستونزو سره مخ کېږي او بدنامه کېږي، نو له دې کبله د یوې دولتي ادارې له خوا د دا ډول کسانو پېژندل د جنايي پروسې داخلیدو یوه تیاره لار ده."

دغې دولتي کمېسیون ته د غوښتنلیکونو د استولو پروسه تر ۲۰۲۵ کاله پورې غځول شوې ده.

په کوسوو کې د ۲۰۲۳م کال راهیسې د اپرېل ۱۴مه د تېرې جګړې د جنسي ځورونې د قربانیانو د ورځې په توګه نومول شوې ده.

چارواکې وايي، دا ورځ د جګړې پر مهال د ټولو جنسي ځورونې د قربانیانو د "درد پیژندلو" او د هغوی د درد د یاد ساتلو او په درد کې يې د ونډې اخیستلو په توګه یادوي.

د دا ډول قضیو راپور ورکول تقربیاً ناشونې دي.

په چیچنیا کې د جګړو پر مهال د جنسي ځورونو هېرې شوې قربانیانې

د چیچینا د ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ کالونو د جګړو پر مهال په زرګونو کسانو د خپلو کورونو سربېره، د کورنۍ غړي له لاسه ورکړل، خو دیرش کاله وروسته چارواکو دې کسانو ته د هغو په ګډون چې د جګړې پر مهال له جنسي ځورونې سره مخ شوي، هېڅ ډول تاوان نه دی ورکړی.

په دې موده کې د جنسي تاوتریخوالي تر ټولو مشهوره قضیه د روسیې د پوځ د کرنل یوري بودانوف محاکمه ده.

هغه په ۲۰۰۸م کال کې د دوو ملګرو سره یوځای ۱۸کلنه ایلزا کونګایوا چې د چیچینا د ټانکې چو کلي اوسیدنکې وه، وتښتوله او وروسته يې ووژله.

د ایلزا د کورنۍ مدافع وکیل وايي، دوه هغه راپورونه چې تاییدوي په ایلزا جنسي تېری شوی و، د عدلیې طب د کارپوهانو له خوا تایید شوي دي.

خو د جنسي تېری تورونه پر تورونو کسان ثابت نه شول.

په ۲۰۰۳م کال کې دغه کرنل د قتل، تښتونې او د واک څخه د ناوړه ګټه اخیستې په تورونو د ۱۰ کلونو د بند سزا ورکړل کړل شوه، او له دې سربیره ترې ټولې پوځي رتبې واخیستل شوې او د ایلزا کورنۍ ته د ۳۳۰۰۰۰ روبلو چې په ۲۰۰۳ کال کې شاوخوا ۱۱۰۰۰ ډالر کېده د ورکړې امر وشو.

هغه په ۲۰۰۹م کال کې له زندانه راخوشې شو. له هغې وروسته د ایلزا کورني د روسیې له دولته او له کرنل بودانوف څخه د تاوان غوښتنه وکړه خو نه دولت او نه هم بودانوف دغه تاوان ورکړ.

سره له دې چې په عامه توګه په چیچنیا کې نږدې هېچ قضیه ثبت شوې نه ده، خو د بشري حقونو مدافعین وايي، په چیچنیا کې فدرالي ځواکونو په منظمه توګه د چیچنیا د ملکي وکړوپه وړاندې جنسي ځورونو کې ښکیل وو.

د بشري حقونو د راپور له مخې، د ۲۰۰۰م کال د فبروري په میاشت کې د فدرال ځواکونو په یوه چاپه کې چې د چیچن په نووي ایلډي کلي کې کړې وه، لږ تر لږه د جنسي ځورونې شپږ قضیې تایید شوې وې.

په همدې سیمه کې پوځ د ۵۶ ملکي وګړو د اعدام په تور هم تورن شوی هم و.

په چیچنیا کې د دواړو جګړو پرمهال د جنسي ځورونې د ژوندي پاتې شویو کسانو دقیق شمېر معلوم نه دی، ځکه د دوی یا ډېر شمېر مړه شوي او یا یې هم قانوني ادارو ته مراجعه نه دی کړې.

ځکه دا ډول پېښې په پراخه توګه ټولنیزه بدنامي او د سیمه‌ ییزو خلکو له خوا پر چارواکو بې باوري رامنځته کوي.

د چیچین د ټولنې تولنیز او کلتوري جوړښت د دې ډول پېښو راپور ورکول تقربیاً ناشونې کړي دي.

راپورونه وايي، دا اصول ګرځېدلي چې ښځې د جنسي ځورونې په اړه خبرې نه کوي، ځکه دا په ټولنه کې د بې عزتۍ او غچ اخیستو وېره رامنځته راکوي، ځینو ښځو هڅه وکړه چې د دا ډول پېښو په اړه چارواکو ته خبر ورکړي خو ملاتړ يې ونه شو.

افغانستان کې د قربانیانو چوپتیا او له بدنامۍ ویره

سیرا لیون، کولمبیا، کوسوو، کروشیا، بوسنیا او هرزیګوینا، اوکراین، فیلیپین او عراق هغه هېوادونو دې چې په کې د جنګي جنایتونو د قربانیانو د ساتنې لپاره یو څه سیستمونه شتون لري.

خو په افغانستان کې، چې په لسیزو جګړو کې یې ښځو ته تر ټولو لوی زیانونه رسېدلي دي، د جنسي تاوتریخوالي د قربانیانو په اړه ډېر لږ معلومات شته.

ترواسه له هغوو کسانو سره چې د جګړې پر مهال د جنسي ځورونې سره مخ شوي دي هېڅ ډول مرسته او ملاتړ نه دی شوی.

د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام د بشري حقونو کمېسیون وروستۍ مشره شهرزاد اکبر وايي، ترواسه پورې هغو کسانو ته چې د جګړې پر مهال له جنسي ځورونې سره مخ شوي وو، هېڅ مرسته نه ده شوې.

د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام د بشري حقونو کمېسیون وروستۍ مشره شهزاد اکبر

اوسمهال شهرزاد اکبر په جلاوطنۍ کې ژوند کوي او د "روادارۍ" په نوم د بشري حقونو د یوې ادارې مشري کوي. دا اداره له بهره د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د بشري حقونو وضیعت څاري .

هغه وايي: "مخکې له دې چې طالبانو واک ته ورسېږې د هغوو ښځو د قضیو د حل لپاره کوم اغېزمن سیستم نه وو، چې د جګړې پر مهال د جنسي ځورونې سره مخ شوي وې."

د هغې په خبره، تیر حکومت نه په دې اړه کومه اجنډا درلوده او نه يې هم دې موضوع ته پام وکړ.

بل پلوه د افغانستان د تېر جمهوري نظام د پارلمان غړې او په کاناډا کې د افعانستان پخوانۍ سفیره شینکۍ کړوخېل وايي، ښځو په تېرو جګړو کې تر ټولو ډېره قربانې ورکړه.

هغه وايي: "د افغانستان په تېرو جګړو کې معلومه ده چې تر ټولو ډېر زیان افغانو ښځو ته ورسېده، خو له بده مرغه هېڅ داسې میکانیزم موجود نه و چې لومړی دا ښځې چې د جګړې پرمهال پر تېری شوی دی، معلومې کړي، د دوی غوښتنې وپوښتي او دوی ته دا ځواک او جرئت ورکړي چې راشي او د هغې تېري په اړه چې پر دوی شوی، خبرې وکړي."

هغه وړاندې وايي، همدا وجه ده چې تل په افغانستان کې هغه کسان چې قربانې ورکوي، مخ پټوي او هغوي چې جرم کړي وي، پر خپل کړي کار افتخار کوي.

اغلې کړوخېل په افغانستان کې د جګړې پر مهال د جنسي ځورونو قرباني ښځې د ټولنیزو او کلتوري خنډونو سره مخ بولي او وايي: "دې ښځو هیڅکله دا خبره میدان ته نه کړه او نه يې د خپل حق غوښتنه وکړه، نو ځکه په افغانستان کې د جنسي تېري قربانیانو ته د رسېدو په برخه کې هیڅ ډول میکانیزم نه‌ شته."

د هغې په ټکو، د جنسي تېري موضوع د افغانانو لپاره ډېره حساسه ده او دوی نه غواړي چې دا ډول خبرې رابرسېرې کړي نو ځکه دې قربانیانو ته چا کار نه دی کړی.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د پارلمان غړې او په کاناډا کې د افعانستان پخوانۍ سفیره شینکۍ کړوخېل

هغې وړاندې زیاته کړه، که چېرته حتی ښځې وغواړي هم چې راشي او په دې موضوع خبرې وکړي نو کورنۍ يې اجازه نه ورکوي چې خلک له دې پېښې خبر شي، ځکه دا خبره یوه حیثیتی موضوع او کورنۍ يې د پټولو هڅه کوي.

خو ولې په تېرو شلو کلونو کې په دې برخه کې هېڅ کار ونه شو؟

اغلې کړوخېل په دې اړه وايي: "دا د تېر حکومت یوه تېروتنه وه، ځکه موږ په تېرو شلو کلونو کې کافي وخت درلوده چې د دې ښځو پوښتنه مو کړی وای او دې پېښو ته مې رسېده‌ ګي کړې وای."

د هغې په ټکو چې د انتقالي عدالت په پروسه کې د خلکو غږ په پروګرام کې په دې موضوع یو څه کار شوي وي، خو هغه راپور چې دوی باید خپور کړی وای خپور نه شو، نو ځکه معلومه نه ده چې هغه وخت دې موضوع ته کار شوی دی او که‌ نه.

د هغې په خبره، که څه هم په دې مساله په افغانستان کې کار نه دی شوی، خو دا خبره روښانه ده چې د جګړې پر مهال په ښځو جنسي تیری شوی، ښځې اختطاف او حتی د پاکستان په مارکېټونو کې پلورل شوي دي.

د هغې په ټکو دا کار یو شمېر قومندانانو او پخوانیو جنګسارانو ترسره کړی دی.

د نوموړې په وینا بل علت چې د جګړې پر مهال د جنسي ځورونې سره مخ شویو ښځو ته هېڅ پام ونه شو، دا وه چې هغه کسان یا قومندانان چې پر ښځو يې تېري کړي وو، خپله په واک کې وو، دوی نه غوښتل چې د خپلو تنیظمونو که حزب اسلامي و، یا جمعیت، یا جنبش یا هر هغه حزب چې دوی د جګړو پر مهال خپلسری کړنې کړې وې، نه يې غوښتل چې هغه بیا رابرسیره شي.

د اغلې کړوخېل په ټکو، پر دې سربېره د افغانستان پر قضايي سیستم د جنګسارانو یا هغوو کسانو واکمني هم یو سبب وو چې په کورنیو جګړو کې ښکیل پاتې شوو وو.

دوی د افغانستان قضايي سیستمونه او هره برخه کې برلاسي وو، نو ښځو او د هغوو کورنیو دا جرات نه شولی چې راشي او د عدالت غوښتنه وکړي.

که څه هم په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو پر مهال د جنسي ځورونو د قربانیانو شمېر نه دی معلوم، په حق کې یې عدالت نه دی شوی او تاوان نه دی ورکړل شوی، خو په نړۍ کې ۶۰ کاله وروسته د دویمې نړیوالې جګړې د جنسي تېریو قربانیانو عدالت ترلاسه کړی دی.